حسن کاظمي قمي له انتونیو ګوتېرېش سره په کتنه کې: د افغانستان کړکیچ د سیمې او د ملګرو ملتونو په ملاتړ حل کېدلی شي.
ګوتېرېش: د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې تګلارې په لټه کې یو.
د امریکا د ځمکپېژندندې ادارې د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه درې ښودلی او مرکز یې بدخشان ولایت یاد شوی دی.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
د سربیا په پلازمینه بلګراد کې په یوه ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې اته زده کوونکي او یو امنیتي ساتونکی وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
د افغانستان د تکواندو پخواني ملي لوبغاړي فرزاد منصوري په اروپا کې د نړیوالو کلبونو په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی.
د نړیوالو هڅو سره سره، په سوډان کې شخړې لا هم دوام لري. په داسې حال کې چې د اوربند د هوکړې راپورونه ورکړل شوي، خرطوم ښار تېره شپه یو ځل بیا د کودتاچیانو او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ د نښتو ډګر و.
د عامې روغتیا چارواکي ويلي چې په هېواد کې د ملاریا په سلو کې نوي پېښې په ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې دي. د دغو ولایتونو روغتیايي چارواکي ويلي چې روغتيايي لارښونو ته نه د پاملرنې له امله په دې ولايتونو کې ملاريا زياته شوې ده.
د هېواد د هوا پېژندنې ادارې يو ځل بيا د هېواد په څوارلسو ولايتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو د احتمال خبر ورکړى دى.