د سوریې ولسمشر بشار الاسد د جدې غونډه له بهرنیو لاسوهنو پرته د خپلو چارو د برابرولو لپاره یو تاریخي فرصت بللی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې، باثباته او سوله اییز افغانستان د سیمې د خونديتوب او ارامۍ له پاره ګټور دی.
بیت المقدس ته د سپکاوي په اړه د غبرګونونو په دوام کې ، د افغانستان سرپرست حکومت په الاقصی جومات برید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د تاتارستان جمهوریت د سوداګرۍ خونې له مشر او د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره کتلي.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، که طالبان په افغانستان کې سوله او ټیکاوغواړي، باید د دیارلس سوه لومړي کال تړون ژمن اوسي او که په څېړنو کې دا په ډاګه شي چې په بند کې اوبه شته دی نو طالبان باید ځواب ویونکي اوسي.
د کازان په غونډه کې له سرپرست حکومت سره د افغانستان د پوهنې په برخه کې د هېوادونو د همکارۍ غوښتنه شوې.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
د وړتیا او دوامدار ملي نندارتون له پای ته رسېدو سره سم د سرپرست حکومت چارواکو په هېواد کې د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو په اړه خبرې کړي او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې غوښتي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه هېواد د بشرپالو مرستو په لړ کې افغانستان ته درې ښځينه ډاکترانې استولې دي.