-
له افغانستان سره روغتيايي مرستې، د تورغنډۍ په زېږنتون کې درې ښځینه ترکمنو ډاکټرانو کار پیل کړی
ثور 27, 1402 17:54د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه هېواد د بشرپالو مرستو په لړ کې افغانستان ته درې ښځينه ډاکترانې استولې دي.
-
په سمنګان ولایت کې د کتاب اونۍ لمانځل، مسوولانو د کتاب پر ارزښت او لوستلو ټینګار کړی
ثور 27, 1402 17:52په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولينو او يو شمېر زده کوونکو ګډون کړى و او د دغه پروګرام موخه يې د کتاب لوستلو دورد ته درناوى او د کتابونو ارزښت بللی دی.
-
د طالبانو له لوري تاتارستان ته پلاوی استول شوی
ثور 27, 1402 17:49د طالبانو له لوري تاتارستان ته د روسیې او اسلامي نړۍ اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه پلاوی استول شوی.
-
په پاکستان کې نیول شوي لاریون کوونکي د پوځ د قوانینو له مخې محاکمه کیږي
ثور 27, 1402 17:47د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلوي لاریون کوونکي اشرار او فساد کوونکي بللي او پرېکړه یې کړې چې د دغه هېواد د پوځ له قوانینو سره سم به ورسره چلند وکړي.
-
يوه افغان ريفري د نړۍ په کچه د سوک وهنې په سياليو کې د غوره ريفري لقب خپل کړی
ثور 27, 1402 17:45د افغانستان د سوک وهنې ملي فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د سوک وهنې د ملي لوبډلې پخوانی غړي او د دې ادارې درې ستوريز ریفري تمیم احمد اختري د سوک وهنې د نړیوال فدراسیون له لوري سوک وهنې د نړیوالو سیالیو د غوره ریفري لقب ترلاسه کړ.
-
د امریکا د استازیو مجلس، بلینکن ته د «سپکولو» ګواښ کړی
ثور 27, 1402 17:43د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر د امریکا د کنګرې او د جوبایډن د حکومت ترمنځ د سیاسي کړکېچ په دوام کې ویلي، که د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بشپړ وضاحت ور نه کړي؛ انتوني بلینکن به د کانګرس لخوا سپک شي.مایکل مک کال په ځانګړې توګه هغه پټ ټلیګراف ته اشاره کړې چې طالبانو ته د کابل تر سقوط وړاندې د امریکا د سفارت ډیپلوماتیکو چارواکو ته استول شوی و.
-
د المان په تاریخ کې پر سترې غلا تورن کسان په بند محکوم شوي
ثور 27, 1402 17:40د جرمني یوې محکمې د غلو یو پنځه کسیزه ډله د ډرسډن له یوه موزیم څخه د ګاڼو د غلا په تور په بند محکوم کړې.
-
په کابل کې د ایران سفارت د مرستیال او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د وزیر لیدنه
ثور 27, 1402 17:37د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په کابل کې د ايران داسلامي جمهوريت د سفیر له مرستیال سره په کتنه کې په ګډو همکاريو ټينګار کړی.
-
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی
ثور 27, 1402 17:34د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې دا هېواد په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی.
-
افغانستان، د کرنې له متخصصینو پرته، په پخوانۍ او دودیزه بڼه پاتې کيږي
ثور 27, 1402 17:32د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر وايي، افغانستان به د کرنې له متخصصینو پرته په هماغه پخواني او دودیز پړاو کې پاتې شي.