جوزا 01, 1402 20:04
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو غونډه چې د جي ۷ ډلې په نوم یادېږي، د یوې شپږشپېته ماده يي اعلامیې په صادرولو سره خپل کار پای ته ورساوه.په دې اعلاميه کې د غړو هېوادونو مشرانو د افغانستان له سرپرست حکومت څخه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې د مخنيوي، د هېواد له پولو بهر د تروريستي ډلو د ډېروالي د مخنيوي او د يوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه کړې.