-
د کریستیانو رونالډو له پاره د نوي تاریخي ریکارډ جوړېدل
جوزا 31, 1402 18:54د رونالډو نوم د پرتګال ملي لوبډلې لپاره په دوه سوه لوبو سره په ګینس کې ثبت شو. کریسټیانو رونالډو د آیسلینډ پروړاندې د پرتګال په ملي لوبډله کې په برخې اخیستو سره د خپلو ملي لوبو شمیر دوه سوو ته رسولی دی. هغه د فوټبال په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې دا ډول ریکارډ ترلاسه کوي.
-
د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د کافا سیالیو اتلولي ګټلې
جوزا 31, 1402 18:51د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د ازبکستان پر وړاندې په بریا سره د کافا جام اتلولي خپله کړه.
-
د البانیا د پولیسو او د مجاهدین خلق د ترهګرې ډلې تر منځ نښته
جوزا 31, 1402 18:47ایران وايي چې البانیا دې د دغې ترهګرې ډلې د کوربه توب له امله خپله تېروتنه جبران کړي.
-
د صهیونیستي رژیم جنایتونو ته د افغانستان غبرګون
جوزا 31, 1402 18:42د بهرنیو چارو وزار وايي چې د صهیونستي رژیم غیر انساني کړنې له اسلامي قوانینو څخه سرغړونه ده.
-
په هرات ښار کې د ترکاڼانو او خراطۍ د بازار سړېدل
جوزا 31, 1402 18:40په هرات ولایت کې له لرګیو څخه د توکو جوړولو یا خراطۍ د پخواني مسلک بازار په دغو ورځو کې سوړ شوی دی. دغه هنرمندان، چې په دې ورځو کې د ژوند د اړتیاوو پوره کولو په موخه د ساده ترکاڼۍ کار کوي، وايي چې د دوی په لاس جوړو شویو توکو ته د بازار په موندنه کې د دولت ملاتړ ته اړتیا لري.
-
د کندهار په واشېر ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو کمزوری فعالیت
جوزا 31, 1402 18:33د واشېر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د مخابراتي شبکو د کمزوري او ټيټې کچې د کار له امله اړ دي، چې د یوې ساده ټېلېفوني اړیکې لپاره غرونو او لوړو ځایونو ته وخيژي. خو د دې ولسوالۍ چارواکي وايي چې د دوی هڅه دا ده چې په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو چوپړتیاوې پراخه شي.
-
په پلازمېنه کابل کې د نفتي توکو بيې راټيټې شوې دي
جوزا 31, 1402 18:26د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، په پلازمېنه کې د نفتي توکو بیې د تېرو میاشتو په پرتله راټیټې شوې دي.
-
د حامد کرزي او حسن کاظمي قمي لیدنه
جوزا 31, 1402 18:23د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ټویټرپاڼه کې خبر ورکړی چې په کابل کې یې د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره لیدلي.
-
د اسلام اباد او ټي ټي پي تر منځ د منځګړتوب له پاره د کابل چمتو والی ښودل
جوزا 31, 1402 18:20د چارسمبالي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، که اسلام اباد وغواړي، افغانستان به د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په خبرو کې منځګړتوب وکړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
جوزا 31, 1402 18:02د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي