د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دیش پر وړاندې د دریو شل اوریزو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
حماس وايي چې له دغه رژیم سره د مبارزې یواځېنۍ لاره انقلابي مقاومت دی.
د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین مشر ډاکټر نیک محمد خبر ورکړی چې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې یو ماشوم د پولیو ویروس له امله فلج شوی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا یو ان ډي پي په ننګرهار ولایت کې د اوبو د یوه کانال د پروژې د فعالېدو خبر ورکړی دی. دغه پروژه به ۸۰۰ کورنیو ته د کرنې په برخه کې اسانتیا برابره کړي.
په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سلاکار وايي چې ایراني متخصص ډاکټران د بامیانو روغتون ته استول کيږي.
ښاغلي خامنه ای ویلي چې تهران کولای شي ازبکستان د ترکمنستان او افغانستان له لارې، له ازادو اوبو سره ونښلوي.
دواړو لوریو د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د ګټې اخېستنې او همکارۍ په اړه خبرې کړي.
په کراچۍ کې د چارسمبالي حکومت سرکونسل وايي چې د کراچې په بندخونو کې افغان بندیان په بد وضعیت کې دي او دا چاره باید ودرول شي.
چارواکي د دغه کار موخه د تاریخي اثارو او ویاړونو خوندي کول ګڼي.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي