جوزا 24, 1402 12:03
خپګان د وجود يو نورمال او لازمي غبرګون دی چې په عادي (نورمال) حالت کې د لنډې مودې لپاره دوام مومي، او دا حالت په رنځ کې نه شميرل کيږي او د انديښنې وړ نه وي. د خپلوانو پر مړينه خپګان، تر شخړو وروسته خپګان او کله، کله هسې زړه تنګي دا د نورمال خپګان بیلګې دي خو که دغه خپګان لږ تر لږه تر دوه اوونيو وغځېږي او يا د انسان د عادي ژوند مخه ونيسي، نو بيا ناروغي ګڼل کيږي.