جوزا 18, 1402 09:20
خکې له دې چې بل څوک درسره مینه ولري، لومړی باید له ځان سره مینه ولرئ، خو له ځان سره مینه یعني څه؟ او څنګه کولای شو له ځان سره مینه ولرو؟
ځينې خلک په دې اړه بېلابېل نظرونه لري او وايي چې له نورو سره تر مینې لرلو، له ځان سره مینه لرل سخته ده. ځکه زیاتره وخت موږ له خپل ځان سره ظالمانه چلند کوو، خپل ځان ژر ملامتوو او زهرجن یا نور زیان رسوونکي مواد کاروو. او خپلو کمزورو ټکو ته ژر متوجه کېږو.