چینايۍ کمپنۍ خپل هوايي ټکسي په اماراتو کې وازمایه.
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i8691-چینايۍ_کمپنۍ_خپل_هوايي_ټکسي_په_اماراتو_کې_وازمایه.
 پینګ کمپنۍ، چې مرکز یې د چین د جنوب په ګوانګجو کې دی، خپل لومړنی هوايي ټکسي په دوبۍ کې وازمایه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
قوس 17, 1401 08:29 Asia/Kabul
  • چینايۍ کمپنۍ خپل هوايي ټکسي په اماراتو کې وازمایه.

 پینګ کمپنۍ، چې مرکز یې د چین د جنوب په ګوانګجو کې دی، خپل لومړنی هوايي ټکسي په دوبۍ کې وازمایه.

دا الوتونکی ټکسي، چې ایکس پینګ ایکس ۲ (XPeng X2) نومېږي، د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې وازمویل شو چې څوک پکې سپاره نه و، خو پینګ شرکت وايي چې د ۲۰۲۱ په جولای کې یې دا ټکسي په داسې حال کې ازمېښت کړی و چې سپرلۍ پکې وې.

په نړۍ کې لسګونو کمپنیو هوايي ټکسیان ازمویلي او ګڼو نورو خپل کار لا دې پړاوته نه دی رسولی. که څه هم لا ډیر وخت پکار دی چې دا ډول ټکسیان د ښارونو اسمانونه ونیسي خو څوک په دې کې شک نه کوي چې راتلونکې د هوايي موټرو دی.

د امریکا په ځینو ایالتونو کې حتی د هوايي موټر او ټکسیانو لپاره قوانین جوړ شوي دي.

د پینګ کمپنۍ هوايي موټر، چې د دوو سپرلیو لپاره دی، ډېر تر ډېره سرعت یې په ساعت کې ۱۳۰ کیلومتره دی.