مځکې ته نژدې تر لمر په څو واره ستر تورسوری
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i8685-مځکې_ته_نژدې_تر_لمر_په_څو_واره_ستر_تورسوری
ساینسپوهانو یو نوی تور سوری کشف کړی چې له مځکې ۱۵۶۰ نوري کاله لېرې دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
قوس 17, 1401 08:13 Asia/Kabul
  • مځکې ته نژدې تر لمر په څو واره ستر تورسوری

ساینسپوهانو یو نوی تور سوری کشف کړی چې له مځکې ۱۵۶۰ نوري کاله لېرې دی.

ساینسپوهانو یو نوی تور سوری (‌Black hole) کشف کړی چې له مځکې ۱۵۶۰ نوري کاله لېرې دی.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، دا کشف شوی تور سوری (Gaia BH1) نومول شوی او په یوه غبرګه منظومه کې یې څرک لګول شوی چې بل ستوری یې د لمر غوندي دی.

د امریکا د ماساچوسیټ د فزیکي څېړنو د مرکز څېړونکي کریم البدري او د جرمني څېړونکي ماکس پلانک د دې کشف په اړه ویلي:«که څه هم تر دې مخکې د داسې منظومو په اړه ادعاوې شوي خو ټولې وروسته رد شوې وې. دا لومړی ځل دی چې د شیدولار کهکشان ته نژدې د یوه تور سوري د شاوخوا په پراخ مدار کې لمر ته ورته یو ستوری په څرګند ډول کشف شوی دی.»

د نجوم د علم څېړونکي باور لري چې د شیدو لار په کهکشان کې ۱۰۰ میلیونه ستر تور سوري شته چې د لمر په پرتله هر یو له ۵ تر ۱۰۰ برابره ستر دي.