نن د معلولینو نړیواله ورځ ده.
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i8329-نن_د_معلولینو_نړیواله_ورځ_ده.
د ډسمبر درېیمه د معلولانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
قوس 12, 1401 12:03 Asia/Kabul
  • نن د معلولینو نړیواله ورځ ده.

د ډسمبر درېیمه د معلولانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

ملګرو ملتونو د دغې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې ۱٫۳ مېلیارده کسان له ډول ډول معلولیته کړېږي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د اټکل له مخې وايي، د افغانستان پنځلس سلنه وګړي معلول دي. دغه دفتر په یوه ټویټ کې زیاته کړې، معلول کسان له بحرانونو اغېزمن شوي او تر څنګ یې خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو خنډونو سره مخ دي.