حوت 15, 1402 20:18 Asia/Kabul
  • له وخته سمه ګټه اخیستل

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

زیاتره خلک له خپل وخت څخه سمه ګټه نشي اخیستلای او تل د بوختیا احساسا کوي. په داسې حال چې هېڅ کار یې هم نه وي کړی، نو باید پر دې پوه شو چې خپل وخت څخه په څه ډول ګټه واخلو:

ـ وخت داسې یو څه دی چې ټولو انسانانو ته په مساوي ډول وېشل شوی.ـ له وخته په سمه توګه ګټه اخیستل پیسو ته اړتیا نه لري.ـ وخت نه شو ذخیره کولای.ـ کله چې وخت تېر شي، بیرته یې نشو راوګرځولای.ـ که که له وخته سمه ګټه وانخلو، نو د ناکامۍ تر ټولو لوی لامل به همدا وخت وي.

باید ځانګړی مهالوېش ولرود کار وخت:کار ځانګړی وخت لري، چې موږ یې ترسره کړو او دا مو تر خپلې موخې مو اړه لري چې په څومره وخت کې یې ترسره کولای شو.

د استراحت وختاستراحت د هر چا لپاره ضرور دی، که موږ په سمه کچه استراحت وکړو، نو د استراحت څو برابره کار کولای شو.

ازاد وختله کار او استراحت څخه پرته نور آزاد وخت دی، چې له آزاد وخته مو، چې هر ډول زړه وي، ګټه اخیستلای شو، مثلاً مطالعه، لیکنه، ژباړه او….

بېځایه وخت تېرولدا هغه وخت دی چې بې ځایه تېریږي، خو دا وخت له ازاد وخت سره توپیر کوي.

د بریالي پلان جوړول۱ـ موږ نه شو کولای چې نن کوم کار ترسره کړو، مګر دا باید مشخصه کړو چې سبا چېرته رسېدل غواړو. هر پلان د بدلون او له وخت څخه د ګټې اخیستو لپاره له موخې سره تړلی وي.

۲ـ خپلې موخي باید مشخصي کړو، خپلې موخي باید ثبت کړو او بیا یې په لنډمهاله او اوږدمهاله موخو ووېشو. اړینه ده چې خپل موخو ته رسېدو لپاره ځانګړی وخت وټاکو، چې ورته ورسېږو.

۳ـ لومړی باید ضروري کارونه ترسره کړو، ټولو کارونو ته باید مهالوېش جوړ کړو چې کوم کار لومړۍ او کوم کار وروسته وکړو.

هغه کارونه چې ضروري او هغه چې ناضروري دي۱- هغه کارونه چې مهم دي، لومړۍ باید هغه کار ترسره کړو او د هغه کار لپاره باید ځانګړی وخت وټاکو.

۲- هغه کارونه چې نامهم دي او کولای شو وروسته یې هم په سم فرصت کې ترسره کړو.

۳- درېیم هغه کارونه دي، چې هره ورځ یې ترسره کوو، لکه د کور ورځني کارونه او…

نو تل هر کار باید په سم وخت کې ترسره کړو، چې زموږ وخت بې ځایه تېر نه شي.