حوت 09, 1402 10:15 Asia/Kabul
  • د ناسا څرخکه په مریخ کې

مریخ ته د انټلجنس په نوم د ناسا استول شوې څرخکه، چې څه موده پخوا له کاره ولوېده، په دې حالت کې پر مځکه ناسته ده.

ناسا دا څرخکه د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په اتلسمه د انسایټ (Insight) ستوربیړۍ په وسیله د مریخ (Jezero Crater) نومې سیمې ته ولیږله.

ناسا د جنورۍ په ۱۸ مه وویل چې د انتلجنس په نوم څرخکه یې پر مځکه د کلکې ناستې له کبله له کاره لوېدلې ده.

له مریخ څخه د ستوربیړۍ له لوري په تاره راستول شویو عکسونو کې انټلجنس لیدل کېږي چې پر مځکه ولاړه ده.

له دې عکسه د فضايي علومو څېړونکو ته څرګندېږي چې د هیلي کوپتر له څلورو تیرو خواوو لږترلږه یوه څوکه یې پر مځکه د لګېدو له کبله ماته شوې ده.

د ناسا دا څرخکه، چې لومړنۍ هیلي کوپتر ده چې انسان یې مریخ ته لېږي یو کیلو او ۸۰۰ ګرامه وزن لري.

دا حرخکه څو ځلي په مریخ کې له تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوه خو بېرته ترمیم او فعاله شوه.