د خوراک په کمولو نه، د خوراک په بدلولو ډنګر شئ
ژباړه: مینه احمد
که غواړئ چې وزن مو کم شي، نو د خوراک تر کمولو د خوراکونو په ډول کې مو تغییر راوړئ چې ښه نتیجه ترلاسه کړئ.
دا لاندې خواړه د وزن په کمولو کې درسره مرسته کوي:
۱- هوږه (Garlic):
په هوږه کې موجود الیسین (Allicin) نومې انزایم هغو ته تر ټولو پیاوړی انټي سیپټيک (Antiseptic) خاصیت ورکړی. هوږه یا سیر د وینې د کولیسټرول د مخنیوي او حجرو په میتابولایزم کولو سره اضافي وزن کموي.
۲- رومي بانجان (Tomatoes):
پر دې سربیره چې سره بانجڼ په بدن کې سرطاني حجرات له منځه وړي په بدن کې د اضافي وزن په کمولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه زیاته اندازه ویټامين سي (Vitamin C) لري چې په ویټامین سي کې شته انټي اکسیډنټ (Antioxidant) د بدن د اضافي وزن لپه کمولو کې کومک کوي.
۳- شین چای (Green Tea):
په شین چای کې شته انټي اکسیډنټ (Antioxidant) په بدن کې د اضافي وزن د حجراتو پر له منځه وړلو سربیره د میتابولیزم فعالیت زیاتوي. شین چای کافین (Caffeine) نومې مواد لري چې انسان ته خاصه اندازه انرژي ورکوي.
۴- هګۍ (Eggs):
پروتین په انسان کې د وزن د کنترولولو لپاره ډیر زیات اړین دي ځکه چې دغه مواد ضعیف عضلات بیرته رغوي. هګۍ د ښو پروتینو تر ټولو غوره منبع ده چې ستاسې د عضلاتو په ساتلو او د میتابولیزم د اندازئ په کنترولولو کې خاص اثر لري.
۵- مڼه (Apple):
په مڼه کې شته انټي اکسیډنټ د بدن د اضافي وزن په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. همدا راز دپه مڼه کې شته فایبر (Fiber) انسان مړوي او له ډمرسته درسره کوي چې ډیر خوراک ونه کړئ.
۶- شات (Honey):
شات یا عسل انسان ته د انرژۍ پر ورکولو سره د بدن غذایي اړتیا پوره کوي. که یوه کاچوغه شات په تړمو اوبو کې وڅښئ اضافي وزن به مو نه زیاتیږي. شات او تړمې اوبه باید سهار په نهره وخوړل شي.
۷- لیمو (Lemon)
لیمو چې خورا ډېر سي وټامین لري، که سهار په نهره په تړمو اوبو کې وڅښئ، نه په ځانګړي ډول به د ځیګر او زړه شاوخوا وازګې درویلي کړي. سهار په نهر په تړمو اوبو کې د لیمو د اوبو څښلو صفتونه ډېر اورېدل کېږي او ګڼو څېړنو پر ځیګر او زړه په تړمو اوبو کې د لیمو د څښلو ګټه تایید کړې ده.