دلو 23, 1402 08:26 Asia/Kabul
  • د فبرورۍ ۱۲مه/ دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې

د 1567 كال په دې ورځ بريتانيايي شاعر او كمپوزر توماس كمپين Thomas Campion دنيا ته سترګې رڼې كړې.

د 1818كال په دې ورځ جرمني ليكوال (Otto Ludwig) دنيا ته سترګې وغړولې. د هغه تر ټولو مهم ادبي اثر (Die Heiterethei) نوږمیږي.

د 1828كال په دې ورځ انګرېز ليكوال جارج ميريديت George Meredith وزېږېد. د دغه ناول ليكوال مهم اثر (Shaving of Shagpat) نومېږي.

د 1865كال په دې ورځ پولنډى ليكوال او شاعر (Kazimierz P Tetmajer ) وزېږېد. د هغه تر ټولو مشهور اثر (ځوان پولنډ) دی.

د 1867 كال دا ورځ د جرمني ليكوال (Hedwig Courths-Mahler )د زوكړې ورځ ده.

د 1924كال په دې ورځ هالنډي ليكوالې او شاعرې Hans Berghuis دنيا ته سترګې وغړولې.

د 1933كال په دې ورځ ساينس فكشن ليكوال (Juanita [Ruth] Coulson) دنيا ته سترګې رڼې كړې.

د 1938كال په دې ورځ ليكوالې جودي بلم Judy Blume د امریکا په نيوجرسي كې دنيا ته سترګې رڼې كړې. د دې امريكايي ليكوالې مهم اثار دا دي: (Wifey, Are You There God? It’s Me Margaret, Blubber, Forever)تلين

د 1886 كال په دې ورځ سويډني ليكوال (P J Edvard Backström) په څلورڅلوېښت كلنۍ كې له دنيا سره خداى پاماني وكړه.

د 1905كال په دې ورځ فرانسوى ليكوال او ژورناليست Marcel Schwob د تل لپاره له دنيا سترګې پټې كړې.

د 1957كال په دې ورځ دنماركي ليكوال (Johannes Anker Larsen) په دوه اتيا كلنۍ كې په ابدي خوب ويده شو. د هغه تر ټولو مهم اثر (Martha og Maria) نومېږي.

د 1979كال په دې ورځ فرانسوى ليكوال او دايركتر (Jean Renoir) په څلور اتيا كلنۍ كې له دنيا سترګې پټې كړې.

د 1984 كال په دې ورځ ارجنټايني ليكوال (Julio Cortázar) د نهه شپېتو كلونو په عمر په ابدي خوب ويده شو. د هغه مشهور اثر (Final del Juego) نومېږي.

د 1995 كال په دې ورځ الجزايري ليكوال رشيدميموني Rachid Mimouni د نهه څلوېښت كلونو په عمر له دنيا د تل لپاره سترګې پټې كړې.