د وربشو ګټې څه شی؟
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i28177-د_وربشو_ګټې_څه_شی
لیکنه: مینه احمد
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 03, 1402 09:32 Asia/Kabul
  • د وربشو ګټې څه شی؟

لیکنه: مینه احمد

اوربشې، چې ډېر خلک یې څارویو لکه اسانو ته ورکوي، د انسان د روغتیا لپاره هم ډېرې ګټورې دي چې دلته ورته کتنه کوو.

په ګڼو هیوادونو کې د وربشو له دانو څخه سوپ جوړوي چېژ ډېر خوندور سوپ وي. همدارنګه د وربشو اوړه، بلغور، پرک وربشې او داسې ډېر نور شکلونه یې شته چې خوړل کېږي.

وربشي د عضلاتو د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري. څېړنې ښيي چې د وربشو خوړل د ډېری ناروغیو خطر کموي.

وربشې د پام وړ ویټامینونه او معدني مواد لري

وربشې ډول ډول مغذي مواد لري. وربشې نیاسین لري چې د ویټامین بي له کورنۍ څخه دي او ستاسو وجود د دې په واسطه خواړه په انرژي بدلوي. همدارنګه نیاسین د عصبي سیستم، هاضمي سیستم او د پوست د روغتیا لپاره ډېر اهمیت لري.

همدرانګه وربشې د یو بل ډول بي ویټامین لرونکې دي. ویټامین B6 چې زموږ مغز او د وجود مقاومتي سیستم ته ډېره ګټه رسوي.

وربشې ډېر زیات منګنزیم، سلنیم او فاسفورس (چې د غاښونو او هډوکو د روغتیا لپاره مهم دي) او همدارنګه وسپنه لري.

وربشې د زړه د ناروغیو له مخنیوي سره هم مرسته کوي. له وریشو د پوستکي د شفافیت او ښه والي لپاره ماسکونه هم جوړولی شو.