د تایپې تر ټولو لوړ اسمانڅوکی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i26863-د_تایپې_تر_ټولو_لوړ_اسمانڅوکی
د ۲۰۰۵ م کال د دسمبر په ۳۱ مه د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ د تایوان په پلازمېنه تایپې کې پرانیستل شوه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 10, 1402 05:47 Asia/Kabul
  • د تایپې تر ټولو لوړ اسمانڅوکی

د ۲۰۰۵ م کال د دسمبر په ۳۱ مه د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ د تایوان په پلازمېنه تایپې کې پرانیستل شوه.

دا اسمانڅوکې ودانۍ ۵۰۸ متره لوړه ده. تر ۲۰۰۹ م کال پورې د تایپې ودانۍ د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ ګڼل کېده. له دې وروسته په نړۍ کې نورې لوړې ودانۍ جوړې شوې. اوس د نړۍ تر ټولو لوړه اسمانڅوکې ودانۍ په متحده عربي اماراتو کې برج الخلیفه ده.

د تایپې اسمانڅوکې ودانۍ یا د تایپې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز د مځکې پر سر ۱۰۱ پوړه لري. په دې ۱۰۱ منزولو کې هغه پوړونه نه دي شمېر چې تر مځکې لاندې دي.

د دې اسمانڅوکې په جوړولو یو ملیارد او ۸۹۵ ملیون ډالره لګښت شوی دی.

سعودي عربستان غواړي چې په جده کې د دوبۍ تر برج الخلیفه لوړه ودانۍ جوړه کړي.

په برج الخلیفه باندې په ۱۹۹۴ کې کار پیل شو او په ۱۹۹۹ کې د یو ملیارد ډالره په لګښت بشپړ شو او د همدغه کال د دسمبر په لومړۍ نېټه پرانیستل شو.

برج الخلیفه، چې یو لوکس هوټل دی، ۱۹۷ اعشاریه ۵ متره لوړ دی.

د تایپې نړیوال تجارتي مرکز اسمانڅوکې ودانۍ په دې ورځ د نوي کال په درشل کې پرانیستل شوه.