له لیک لوست سره ماشوم څنګه لېوال کړو؟
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i25964-له_لیک_لوست_سره_ماشوم_څنګه_لېوال_کړو
ليکنه او راټولونه: مینه احمد
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
قوس 25, 1402 05:42 Asia/Kabul
  • له لیک لوست سره ماشوم څنګه لېوال کړو؟

ليکنه او راټولونه: مینه احمد

زموږ په ټولنه کې د اکثرو ماشومانو او حتي د ښوونځي او لېسې د دورې د زده کوونکو له کتاب سره جوړه نه ده. دلیل یې دا دی چې موږ له ماشومتوبه له کتاب سره د دوی د مینې د پیدا کېدو هڅه نه ده کړې.

په پرمختللیو هیوادونو کې میندې او پلرونه او حتي په ښوونځیو کې ښوونکي تر هر څه مخکې هڅه کوي چې لومړی له کتاب، کتابچې، لوستلو او لیکلو سره د ماشوم مینه پیدا کړي. حتي په لومړیو پړاوونو کې دوی ته مهمه نه ده چې ماشوم څه زده کړي، مهمه دا ده چې کتاب او لوستل ورته په عذاب نه بلکې په تفریح او خوند بدل شي.