په نړۍ کې یو نوی ټاپو زیات شو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i24407-په_نړۍ_کې_یو_نوی_ټاپو_زیات_شو
په ارام یا پسفیک سمندر کې د جاپان (ایوو جیما) سواحلو ته مخامخ د سمندر د اوبو په منځ کې یوه نوي ټاپو سر راپورته کړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
عقرب 27, 1402 08:19 Asia/Kabul
  • په نړۍ کې یو نوی ټاپو زیات شو

په ارام یا پسفیک سمندر کې د جاپان (ایوو جیما) سواحلو ته مخامخ د سمندر د اوبو په منځ کې یوه نوي ټاپو سر راپورته کړ.

د جاپان د هواپېژندنې ادارې پر اساس، دا ټاپو چې تراوسه پورې ورته کوم نوم نه دی غوره شوی، تر سمندر لاندې د اتشفشان د فوران یا اورغورځي په نتیجه کې رامنځته شوی دی.

د جاپان سمندري ځواک د نوومبر په لومړۍ نېټه د ارام سمندر په زړه کې د دې ټاپو د رابرسېره کېدو تصویرونه ثبت کړای شوي دي.

په دغو تصویرونو کې یو کوچنی فوران لیدل کېږي چې له کبله یې له پاسه د ایرو لوګی او ورېځ څرګندېږي.

دا کوچنی ټاپو د اوګاساوارا ټاپوګانو په لړۍ کې یو بل زیات شوی ټاپو شمېرل کېږي.