د امریکا نوې ایف ۳۵ جنګي الوتکه له الوتنې وروسته ورکه شوې ده
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i21376-د_امریکا_نوې_ایف_۳۵_جنګي_الوتکه_له_الوتنې_وروسته_ورکه_شوې_ده
د امريکا نوې F-35 ډوله جنګي الوتکه چې ميليونونه ډالره ارزښت لري د جنوبي کارولينا په شمالي کارلټن کې له هوايي اډې څخه تر الوتنې وروسته ورکه شوې، پوځ د الوتکې په موندلو کې له خلکو د مرستې غوښتنه کړې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سنبله 27, 1402 14:10 Asia/Kabul
  • د امریکا نوې ایف ۳۵ جنګي الوتکه له الوتنې وروسته ورکه شوې ده

د امريکا نوې F-35 ډوله جنګي الوتکه چې ميليونونه ډالره ارزښت لري د جنوبي کارولينا په شمالي کارلټن کې له هوايي اډې څخه تر الوتنې وروسته ورکه شوې، پوځ د الوتکې په موندلو کې له خلکو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې د اپریل په میاشت کې د امریکا د پوځ د چورلکو د پرله پسې غورځیدو وروسته د پوځ لوی درستیز پیلوټانو ته ګرونډ امر وکړ.

د خبري آژانس د خبر له مخې د الوتکې پیلوټ له خپلې څوکۍ  په خوندي ډول پر ځمکه راښکته شوی او ځايي روغتون ته وړل شوی، چې د پیلوټ حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د پیلوټ په وینا، وروسته له دې چې د الوتکې د خرابوالي په اړه پوه شو، هغه د خپلې څوکۍ څخه د وتلو دمخه دا اتوماتیک پیلوټ ته واړوله.

چارواکو د پیلوټ هویت نه دی په ډاګه کړی، خو جګپوړي ماسټر سارجنټ هیدر سټنټون ویلي چې د ورکې شوې الوتکې د ځای او سرعت پر اساس د F-345 Lightning II جټ الوتکې لټون د کارلسټن په شمال کې په لیکس مولټري او ماریون کې دوام لري