د ښکلا نانځکه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i19428-د_ښکلا_نانځکه
علم ګل سحر
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 12, 1402 06:28 Asia/Kabul
  • د ښکلا نانځکه

علم ګل سحر

موسکا خاندې موسکا خاندې

د ښکلا سترګې ژړاندې

د نانځکې لاس یې مات دی

اوس غوسه ده پر ما باندې

چې سمون ده ماته کړې

را اچولې یې ده لاندې

خو ما نه ده ماته کړې

له ما ایښې وه ډېر وړاندې

د ښکلا نانځکه ښکلې

ګرانه هم ده پر ما باندې

وایي ښکلا ده نظر شوې

مور لوګی کړې ورته سپاندې

ښکلا بېرته راپخلا شوه

لوبې ما سره اوس کاندې