د یوه ځمکني توت بیه درې نیم سوه ډالره
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i19409-د_یوه_ځمکني_توت_بیه_درې_نیم_سوه_ډالره
په جاپان کې یو ډول ځمکنی توت یا سټرابیري شتون لري چې د "ښکلې شهزادګۍ" په نوم پیژندل کیږي چې نه یوازې خوندور دی بلکې ډیر سور رنګ هم لري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 11, 1402 14:54 Asia/Kabul
  • د یوه ځمکني توت بیه درې نیم سوه ډالره

په جاپان کې یو ډول ځمکنی توت یا سټرابیري شتون لري چې د "ښکلې شهزادګۍ" په نوم پیژندل کیږي چې نه یوازې خوندور دی بلکې ډیر سور رنګ هم لري.

د دې سټرابیري بیه د یوې دانې ۳۵۰ ډالره (له یو لک پاکستانیو کلدارو څخه ډېره) ده چې دا په نړۍ کې له خورا قیمتي مېوو څخه ګڼل کيږي.

دا سټرابیري د مایکیو اوکودا په نوم د یوه جاپاني بزګر اختراع ده چې د سټرابیري په کښت کې له ۴۵ کلونو څخه زیاته تجربه لري. دا سټرابیري په نړۍ کې یو له خورا خوندورو توتانو له ډولونو څخه دی. دا د ټینس بال په اندازه ی او شاوخوا ۱۰۰ ګرامه وزن لري. دغه مېوه معمولاْ څومره چې لوييږي هغومره يې خوند کمیږي خو د ښکلې شهزادګۍ ځمکني توت ځانګړتیا بیا له نورو سره توپیر لري.