د مېرمنې له ډاره تښتېدلی سړی پولیسو ونیولو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i19228-د_مېرمنې_له_ډاره_تښتېدلی_سړی_پولیسو_ونیولو
هغه سړی چې د خپلې مېرمنې د وېرې له امله له کوره تښتېدلی، یو نیم کال وروسته پولیسو موندلی دی.
(last modified 2026-02-26T03:01:24+00:00 )
اسد 07, 1402 13:58 Asia/Kabul
  • د مېرمنې له ډاره تښتېدلی سړی پولیسو ونیولو

هغه سړی چې د خپلې مېرمنې د وېرې له امله له کوره تښتېدلی، یو نیم کال وروسته پولیسو موندلی دی.

د هند پولییو یو نیم کال وروسته هغه سړی نیولی دی چې د ښځې له ډاره تښتېدلی و. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د کیرالا ایالت د اډوکي ولسوالۍ اړوند یو کس شاوخوا یو نیم کال وړاندې لادرکه شوی و.

پولیسو ته په ورکړل شوي لومړني بیان کې ، سړي په خپله له کوره د تېښتې پېښه منلې او دلیل یې ورکړی چې هغه د خپلې مېرمنې له ویرې له کوره تښتیدلی و.