ټویټر خپل نښان بدل کړ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i19089-ټویټر_خپل_نښان_بدل_کړ
د ټویټر خاوند اېلون مسک وايي‌، غواړي د دې خواله رسنۍ د مرغۍ لوګو پر اېکس (X) بدله کړي. ‌ښاغلي مسک چې د نړۍ تر ټولو شتمن سړی دی، د خپل کاروبار نوم 'اېکس' ته اړولی دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 03, 1402 07:17 Asia/Kabul
  • ټویټر خپل نښان بدل کړ

د ټویټر خاوند اېلون مسک وايي‌، غواړي د دې خواله رسنۍ د مرغۍ لوګو پر اېکس (X) بدله کړي. ‌ښاغلي مسک چې د نړۍ تر ټولو شتمن سړی دی، د خپل کاروبار نوم 'اېکس' ته اړولی دی

ټویټر خپله لوګو بدله کړه او نور د دې ټولنیزې شبکې د مرغۍ پر ځای یوه چلیپا یا د انګلیسي ایکس توری لیدل کېږي.

په نوې لوګو کې، چې تور رنګ لري، د چلیپا نښه یا ایکس توری په سپین رنګ ښکاري.

د ټویټر عملیاتي ريیسې لیندا یاکارینو د نوې لوګو د ښکارولو په اړه پرون (دوشنبه) په یوه ټویټ کې ولیکل، «ایکس دلته دی راشئ ورڅخه کار اخیستل پیل کړئ.»

تر دې وړاندې د ټویټر خاوند ایلن مسک ویلي و چې د ټویټر لوګو، چې یو مرغه دی، لېرې کوي.

ښاغلي مسک تېر کال ټویټر له یوې جنجالي معاملې وروسته په ۴۴ میلیارد ډالره واخیست.

ایلن مسک د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې کښلي و:«ژر به د ټویټر نوې نخښه ووینئ او له مرغانو سره به خدای پاماني وکړو.»

ده د ټویټر په سپېس کې هم د وینا په مهال ویلي و چې دا بدلون یې باید ډېر پخوا راوستی وای.