د امریکا د مشهور پهلوان زوی مسلمان شو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i17139-د_امریکا_د_مشهور_پهلوان_زوی_مسلمان_شو
زیلا فاتو په زندان کې د بندیانو څخه تر اغیزې وروسته د اسلام د منلو پریکړه کړې. زیلا فاتو، د امریکا د نړیوال ریسلینګ سیالیو​​(WWE) د وتلي ریسلر اوماګا زوی، د اسلام دین منلی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 17, 1402 13:22 Asia/Kabul
  • د امریکا د مشهور پهلوان زوی مسلمان شو

زیلا فاتو په زندان کې د بندیانو څخه تر اغیزې وروسته د اسلام د منلو پریکړه کړې. زیلا فاتو، د امریکا د نړیوال ریسلینګ سیالیو​​(WWE) د وتلي ریسلر اوماګا زوی، د اسلام دین منلی دی.

زیلا فاتو په یوټیوب کې ویډیو خپره کړې او په کې يې د اسلام منلو اعلان وکړ.

فاتو، چې اسلام ته یې خپل سفر "ښکلی" بللی، لیکلي یې دي چې هغه په بندخونه کې د مسلمانو بندیانو له عقیدې څخه اغېزمن شوی و، چې د اسلام دین ته د ننوتو فکر یې وکړ.

د زیلا فاتو په وینا، هغه مهال چې په زندان کې وه، د اسلام سره مینه درلوده او له ډیرې مطالعې او څیړنې وروسته یې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په درېیمه  يې اسلام قبول کړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې، زیلا فاتو په ټکساس کې د غلا په تور په شپږ کاله بند محکوم شوی و.