نن به لمر نېغ د کعبې شریفې پر سر وي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i16836-نن_به_لمر_نېغ_د_کعبې_شریفې_پر_سر_وي
نن د سعودي د وخت مطابق د ماسپښین ۱۲:۱۸ بجې به لمر د کعبې پر سر وي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 07, 1402 07:57 Asia/Kabul
  • نن به لمر نېغ د کعبې شریفې پر سر وي

نن د سعودي د وخت مطابق د ماسپښین ۱۲:۱۸ بجې به لمر د کعبې پر سر وي.

د سعودي د فلکیاتو د کمیټې ماهرین وايي چې لمر به نن د سعودي عربستان په معیاري وخت د غرمې په ۱۲:۱۸ دقیقو او په پاکستان کې به د ماسپښین ۲:۱۸ دقیقې عیناْ د بیت الله شریف پر سر وي. د محاسبې له مخې، لمر به د کعبې څخه د 90 درجې په زاویه کې وي، چې د کعبې سیوري به نه ښکاره کيږي، چې دغه کار په نړۍ کې هغه وخت د کعبې د لوري په ټاکلو کې مرسته کوله.

په پخوانیو زمانو کې خلکو په همدې ساده طریقه د قبلې د لوري ټاکلو لپاره یاده طریقه کاروله. دا طریقه د پایلو له نظره له عصري ټیکنالوژۍ څخه کمه نه ده.