انګور د معدې لپاره ګټور دي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i12891-انګور_د_معدې_لپاره_ګټور_دي
انګور د الله تعالی له لویو نعمتونو څخه شمېرل کېږي، چې پر غذایي ځانګړتیاوو سربېره د درملنې ځانګړتیاوې هم په خپل جوړښت کې لري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 29, 1401 06:28 Asia/Kabul
  • انګور د معدې لپاره ګټور دي

انګور د الله تعالی له لویو نعمتونو څخه شمېرل کېږي، چې پر غذایي ځانګړتیاوو سربېره د درملنې ځانګړتیاوې هم په خپل جوړښت کې لري.

دغه راز انګور یو له هغو میوو څخه دي، چې د زیاتو غذایي موادو په درلودو سربېره ډېر ژر هضمېږي، وینه ډېروي او د وینې په پاکولو کې ګټور تمامېږي. انګور د ښې روغتیا لپاره یو نعمت ګڼل کېږي، چې وزن ډېروي او د مخ د پوستکي رنګ ښکلی کوي. دغه راز د انګورو په جوړښت کې کاربوهایډریټ، پروټین، ویټامین اې، ویټامین سي، کلسیم او اوسپنه هم موندل کېږي، چې د انسان د روغتیا لپاره ډېر ګټور تمامېږي. هغه کسان چې ډېری وخت د معدې له ستونزو سر ټکوي یا هم د معدې اړوند ستونزې لري، نو د انګورو استعمال ورته بې حده ګټور دی. دغه راز زړه، ځیګر، دماغو او ګردو ته انرژي او پیاوړتیا وربښي او د سینې اړوند د ټولو ناروغیو لپاره اغېزمن ګڼل کېږي او په ښه کولو کې مرستندویه تمامېږي.