د خرما او هندواڼې یوځاې خوړلو ګټې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i12007-د_خرما_او_هندواڼې_یوځاې_خوړلو_ګټې
خالد مومند
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 15, 1401 05:38 Asia/Kabul
  • د خرما او هندواڼې یوځاې خوړلو ګټې

خالد مومند

د روژه ماتې پرمهال ډول ډول خواړه تيارېږي او تر خپلې وسې د تازه ميوو د اخستلو هڅه کېږي، خو اوس د ګرمي موسم په رارسېدو سره هندواڼه په بازارونو کې ډېره ده، چې په خوړلو سره يې د انسان په بندن کې هم سوړوالی پیدا کېږي او هم ویټامینونه لري .

خو د ترکیې طبي څېړونکو ویلي دي که چېرې هندواڼه له خرما سره یوځاې وخوړل شي نو انسان له ډېرو ناروغیو ژغورل کېږي .

د ترکیې د استنبول پوهنتون د روغتیا څانګې مختصصينو ویلي دي له هندواڼې سره د خرماو د خوړلو په وجه انسان د بېلابېلو ناروغیو په شمول له بدن څخه د اضافی حرارت د وتلو او د صفرا له نښو نښانو هم محفوظ وي .

د ترکیې څېړونکو ویلي دي چې د خرما د ګرموالي په وجه دهندواڼې سوړوالی ختمېږي او د هندواڼې ګرموالی د خرما ګرموالی ختموي .

د ترکیې د استنبول پوهنتون طبي څېړونکو وویل که چېرې هندواڼه او خرما سره یوځاې وخوړل شي نو د ميتيازو په زياتېدو سره په بدن کې پاتې مواد وځي.

همدا ډول د هندواڼې او د خرما په خوړولو سره یورک ایسډ ، کولیسټرول او د شکرې ناروغۍ هم کنټرولېږي .