د ښه صحت راز:
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i11679-د_ښه_صحت_راز
ژباړن: جاوېد کریمي
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
دلو 10, 1401 05:39 Asia/Kabul
  • د ښه صحت راز:

ژباړن: جاوېد کریمي

حجاج بن يوسف د وخت ستر طبيب شعيب بن زيد باندې ځانته نسخې ليکلي ،خلاصه يې لاندې کرښې دي.

 

١: ځوان ځناور غوښه بايد وخوړل شي،که له لسو ورځو وږي هم ياست بايد د زوړ ځناور غوښه ونخورٸ.

٢:کله چې د غرمې ډوډۍ وخورٸ،نو يوه سترګه خوب وکړٸ،او کله چې د ماخستن ډوډۍ مو وخوړه نو لږ وخت لپاره پياده وګرځٸ/قدم ووهٸ،که ګرځېدل مو په اغزو هم وي.

٣:تر هغې چې مخکيني خواړه مو هضم شوي نه وي،نور خواړه بايد ونخورى، که درې ورځې هم ونيسي.

٤:له ويده کيدو مخکې حتما يو ځل تشناب/بيت الخلاء ته ولاړ شى، ولو که ټوله شپه هم په ويښه تيرول وي بايد تيره شي.

٥:د ميوو په نوي موسم کې ميوې وخورٸ،چې موسم يې په  تيريدو شو نو،مه يې خورٸ،که بيخي نور هيڅ هم ونلرى د خوړو لپاره.

٦:له خوړو وروسته اوبو څښلو څخه بهتره ده چې،زهر وخورى،کنه نو بيخي خوراک مه کوٸ.