د نړۍ تر ټولو د ډېرعمر لرونکې مېرمن
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i11386-د_نړۍ_تر_ټولو_د_ډېرعمر_لرونکې_مېرمن
یوې هسپانوۍ د نږدې 116 کاله عمر په درلودلو سره د نړۍ د تر ټولو مشرې بوډۍ مېرمنې مقام ګټلی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 05, 1401 07:44 Asia/Kabul
  •  د نړۍ تر ټولو د ډېرعمر لرونکې مېرمن

یوې هسپانوۍ د نږدې 116 کاله عمر په درلودلو سره د نړۍ د تر ټولو مشرې بوډۍ مېرمنې مقام ګټلی.

د ګینس بک آف ورلډ ریکارډونو هسپانوۍ مېرمن ماریا برانیاس موریرا د نړۍ تر ټولو مشرې بوډۍ میرمنې په توګه اعلان کړه.

هغه  ۱۱۵ کاله او ۳۲۴ ورځې عمر لري، په امریکا کې زېږېدلې، خو په 1904 م کال کې د مارچ په څلورمه په اته کلنۍ کې له کورنۍ سره یو ځای هسپانیې ته کډوال شوي دي.

ماریا وروسته تر هغې د نړۍ تر ټولو مشره بوډۍ مېرمن ونومول شوه چې فرانسوۍ مېرمن راهب لوسیل رینډن د 118 کاله په عمر مړه شوه.