تر ټولو چټک شورلټ کوروټ موټر بازار ته وړاندې شو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i11385-تر_ټولو_چټک_شورلټ_کوروټ_موټر_بازار_ته_وړاندې_شو
د شورلټ کمپنۍ خپل نهم ډول تېز ترین موټر E-Ray بازار ته وړاندې کړ چې په یو ساعت کې شپېته میله چټکتیا لري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 05, 1401 07:39 Asia/Kabul
  •  تر ټولو چټک شورلټ کوروټ موټر بازار ته وړاندې شو

د شورلټ کمپنۍ خپل نهم ډول تېز ترین موټر E-Ray بازار ته وړاندې کړ چې په یو ساعت کې شپېته میله چټکتیا لري.

یاد اته سلینډره موټر د تېلو سربېره برېښنایي ماشین هم لري، همدا راز هغه کوچنۍ بېټرۍ چې یاد موټر ته قوت ورکوي، د دوو څوکیو ترمنځ دی او یوازې په بېټرۍ په یوه ساعت کې تر څه باندې ۷۰ کیلومترو پورې ځغلېدلی شي.

Image Caption

 

 

د شورلټ کوروټ اې رې د ټیټ ماډل بیه ۱۰۴ زره امریکایي ډالر او د لوړ ماډل بیه یې ۱۲۲ زره امریکایي ډالر اعلان شوې ده.

دغه امریکایي موټر جوړونکي کمپنۍ وایي، د یوه بشپړ برېښنایي موټر د جوړولو چارې یې هم پیل کړي چې بازار ته د وړاندې کولو نیټه به یې وروسته اعلان شي.