د امریکا د ولسمشر کور ۱۲ ساعته تالاشي شو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i11251-د_امریکا_د_ولسمشر_کور_۱۲_ساعته_تالاشي_شو
د امریکا د عدليې وزارت له لورې د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن کور ۱۲ ساعته پلټل شوی او ترې ۶ نور محرم اسناد ترلاسه کړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 03, 1401 07:07 Asia/Kabul
  •  د امریکا د ولسمشر کور ۱۲ ساعته تالاشي شو

د امریکا د عدليې وزارت له لورې د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن کور ۱۲ ساعته پلټل شوی او ترې ۶ نور محرم اسناد ترلاسه کړي.

د امریکا د عدليې وزارت له لورې د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن کور ۱۲ ساعته پلټل شوی او ترې ۶ نور محرم اسناد ترلاسه کړي.

رسنیو ویلی چې د دولس ساعته پلټنو په ترڅ کې د امریکا د عدليې وزارت چارواکو شپږ ډوله حساس اسناد تر لاسه کړي چې ځینې اسناد د بایډن د سناتورۍ او ځینې نور یې د ولسمشر د مرستیالۍ دورې پر مهال خوندي کړي دي.

له بلې خوا د اې پي خبري اژانس د راپور له مخې، جو بایډن دغه وضعیت یوه «بې ګناه تېروتنه» بللې ده او زیاته کړې ده چې هغه هیڅ غلطي نده کړې.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د امريکا د ولسمشر له کور او دفتر څخه حساس اسناد ترلاسه شوي، چې په اړه يې په لوړه کچه څېړنې روانې دي.