مایکرو سافټ ۱۱ زره کارکوونکې ګوښه کوي.
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i11151-مایکرو_سافټ_۱۱_زره_کارکوونکې_ګوښه_کوي.
مایکرو سافټ کمپنۍ خپل یوولس زره کارکوونکې ګوښه کوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 01, 1401 08:12 Asia/Kabul
  •  مایکرو سافټ ۱۱ زره کارکوونکې ګوښه کوي.

مایکرو سافټ کمپنۍ خپل یوولس زره کارکوونکې ګوښه کوي.

د نړۍ د ټیکنالوژۍ پېژندل شوې کمپنۍ مایکرو سافټ اعلان کړی چې په راتلونکې اونۍ کې به د خپلو کارکوونکو په شمېر کې پنځه سلنه کموالی راولي چې په دې سره به د یادې کمپنۍ د ۲۲۰ زره کارکوونکو څخه ۱۱ زره له دندو ګوښه شي.

که څه هم د مایکرو سافټ ویاند په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې او ویلي چې موږ نشو کولای چې په اټکلونو خبرې وکړو، خو څه موده وړاندې د میټا شرکت له لوري هم ۱۱ زره کارکوونکي ګوښه شوی وو.

د یادونې وړ ده چې د امازون پېژندل شوي شرکت په ډله ییز ډول د زیات شمېر کارکوونکو په ګوښه کېدو کې لومړی مقام لري، دوی په یو ځل 18 زره کارکوونکي ګوښه کړی وو.