حوت 28, 1401 09:48 Asia/Kabul
  • کرېکټ: د افغانستان تنکیو ځوانانو بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له شري لانکا او بنګله دېش سره د درې اړخیزو سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه له خپلې سیالې بنګله دېش لوبډلې وګټله. د بنګله دېش لوبډلې لومړی خپله منډې جوړول پیل کړل، خو د افغان توپ اچونکو پر وړاندې یې تر ډېره ونه درېدل.

د بنګله دېش لومړی لوبغاړی هغه مهال وسوځېد چې لوبډلې یې ۲۵ منډې جوړې کړې وې. خو دویم، دریم، څلورم او پنځم لوبغاړي یې پرله پسې له لاسه ورکړل په داسې حال کې چې یوازې ۳۰ منډې یې درلودې.

د بنګله دېش لوبډلې په لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۱۹ منډې عاشق الرحمن وکړې.‌ بل لوبغاړي یې واسع صدیقي ۱۲ منډې وکړې، نورو ټولو لوبغاړو یې تر لسو لږ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري چپ لاسي چټک توپ اچونکي بشیر احمد د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول. کامران هوتک درې، خلیل احمد دوه او یما عرب د بنګله دېش لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.

بنګله دېش خپل ټول لوبغاړي یوازې د ۷۵ منډو په جوړولو سره له لاسه ورکړل، د افغان توپ اچونکو په دې کې ۱۷ اضافي منډې هم ورکړې.

د افغان لوبډلې د سر درې لوبغاړي هم ژر ژر وسوځېدل او د لوبې په دریم اوور کې یې درې لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

خو پاتې لوبغاړو په اسانۍ سره وکولای شول ټاکل شوی هدف د لوبې په لسم اوور کې پوره کړي.

سهیل خان زرمتي پکې ۳۳ او محمد هارون ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

بشیر احمد د لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغان لوبډله به خپل دویمه لوبه د مارچ پر ۲۲ نېټه له خپلې سیالې شري‌ لانکا لوبډلې سره کوي.

دغه سیالۍ د مارچ په اتلسمه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې پیل شوې چې د همدې میاشتې تر دېرشمې نیټې به روانې وي.