لاهور قلندرز د دویم ځل لپاره د پاکستان غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله
د پاکستان غوره لیګ یا پي ایس ایل سیالیو د اتم پړاو اتلولي یو وار بیا د تېر کال اتلې لوبډلې لاهور قلندرز وګټله.
د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۸مه نېټه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې د کوربه لوبډلې او ملتان سلطان ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې د ۱ منډې په توپير قلندرز وګټله.
دا په پرله پسې توګه دویم ځل دی چې لاهور د دې سیالیو جام ګټي.
د ملتان سلطان لوبډلې د قلندرز د ۲۰۰ منډو په تعقیب ۱۹۹ منډې جوړې کړې.
د قلندرز لپاره په توپ وهنه کې عبدالله شفیق ۶۵ او لوبډلمشر شاهین شاه اپريدي ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ملتان د توپ اچونکو له ډلې دا ځل اسامه میر ۳ مهم لوبغاړي وسوځول.
که څه هدف ته د رسیدو لپاره سلطان لوبډلې ښه پیل درلود، خو د لوبې په منځنۍ برخه کې راشدخان د ریلي روسو او محمد رضوان ویکټو په سوځولو سره د لوبې بڼه بدله کړه.
د سلطان په توپ وهونکو کې روسو ۴۲ او رضوان ۳۴ زیاتې منډې وکړې.
قلندرز لوبډلې ته بیا په توپ اچونکو کې شاهین شاه ۴ او راشدخان ۲ لوبغاړي وسوځول.
شاهین د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.
د پي ایس ایل سیالیو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو چټک توپ اچونکي احسان الله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.
دغه راز په دې سیالیو کې راشدخان درېيم مخکښ توپ اچونکی و، هغه ۲۰ لوبغاړي وسوځول.
د ویلو ده چې د پاکستان غوره لیګ په سږنیو سیالیو کې ۸ افغان لوبغاړي هم بېلابېلو لوبډلو ته ولوبېدل.