حوت 28, 1401 09:41 Asia/Kabul
  •  د کابل کرکټ لوبډلې هم د لومړۍ درجې ولایتي سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه

د افغانستان کورني کرکټ د ګریډ ون سیالیو په دویمې نیمه پایلوبه کې د کابل لوبډلې د لغمان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.

دغه سیالي چې تیره ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، لغمان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۶.۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه.

د لغمان یوازېنی مخکښ توپوهونکی محمدطاهر و چې ۲۸ منډې یې وکړې.

د کابل په توپ اچونکو کې بیا الله محمد غضنفر۴، محمد ریاض او وهاب شینواري ۳ـ۳ لوبغاړي وسوځول.

کابل ورکړل شوی هدف د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره په ۳۲م اور کې پوره کړ.

دوی ته محمدریاض په توپوهنه کې هم ۳۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

د ویلو ده چې پایلوبه به د مارچ په ۲۰مه نېټه د ننګرهار ب او کابل لوبډلو ترمنځ په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شي.