حوت 28, 1401 09:39 Asia/Kabul
  •  د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې خپله دویمه لوبه ټایلنډ ته وبایلله

په ټایلنډ کې د اسیا ملتونو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو په دویمه لوبه کې ټایلنډ ۵ د ۴ پر وړاندې افغانستان ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې تیره ورځ  د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د ټایلنډ په پتایا ښار کې پیل شوې وه، د کوربه لوبډلې په بري سره پای ته ورسېده.

د دې لوبې په ترڅ کې ټایلنډ په پرله پسې بریدونو سره ۵ ګولونه ترسره کړل او د افغانستان لوبغاړي یوازې د ۴ ګولونو په وهلو بریالي شول.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه بحرین ته ۴ د ۲ پر وړاندې بایللې وه.

د ویلو ده چې افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د روانې میاشتې په ۲۰مه نېټه له سعودي عربستان سره ترسره کړي.