حوت 16, 1401 09:59 Asia/Kabul
  • کرکټ؛ بنګله دېش په درېیمه سیالۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش په چټوګرام ښار کې انګلستان د یو ورځنیو لوبو په پیل شوې لوبلړۍ کې وروستۍ لوبه بنګله دېش ته په ۵۰ منډو وبایلله، خو لوبلړۍ یې ۲ د ۱ پر وړاندې وګټله.

نګلستان په لومړنیو دوه لوبو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وې.

په درېیمه لوبه کې بنګله دېش لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۲۴۷ منډو هدف یې وټاکه.

د بنګله دېش د توپ وهونکو له ډلې شکیب الحسن ۷۵ او مشفق الرحیم ۷۰ منډې وکړې.

په دې لوبه کې انګلستان ته جوفرا ارچر ۳، عادل رشید او سام کرن بیا دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

مېلمه لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۴۴م اور کې له لاسه ورکړل او ۱۹۶ منډې یې وکړې.

د دوی لپاره په دې لوبه کې مخکښ توپ وهونکی جیمز وینز و چې، ۳۸ منډې یې وکړې.

د کوربه لوبډلې په توپ اچونکو کې بیا شکیب الحسن ۴، عبادت حسن او تجاول اسلام دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

شکیب په دې سیالۍ کې د غوره لوبغاړي جایزې ګټلو ترڅنګ لومړنی بنګله دېشی توپ اچونکی شو چې په یو ورځنیو سیالیو کې ۳۰۰ ویکټې پوره کوي.

د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه انګلستاني عادل رشید ته ورکړل شوه.

د ویلو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د ۳ شل اوریزو سیالیو لړۍ د مارچ په ۹مه نېټه پیل شي.