میزان 27, 1401 19:00 Asia/Kabul

د ایران د اسلامي انقلاب مشر له حکومتي چارواکو، ځوانانو او د دې هېواد له نوموتو څېهرو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې که څه هم غربیان د اسلامي انقلاب د کمزورۍ ادعا کوي، خو د ایران د تیرو څلویښتو کلونو پرمختګونه د اسلامي انقلاب د بریالیتوب او پیاوړتیا ښکارندوی کوي. 1401/7/27

ایت الله خامنه ای د دې لیدنې پر مهال د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د غربیانو تبلبغاتو ته په اشارې سره ویلي چې ، دوی د انقلاب له پیل څخه بیا تر دې مهاله په وار وار ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت سقوط کېږي، خو تر اوسه نه یوزاې سقوط نه شو بلکې د ایران اسلامي جمهوریت لا پیاوړی شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ویلي چې موږ تسلیم نه شوو، ودرېدلو او په وینا یې همدې درېدلو او مبارې ته به ادامه ورکوو.

تگ