په کندهار کې د وچې مېوې پروسس فابریکه جوړه شوه.
میزان 27, 1401 13:49 Asia/Kabul
په کندهار کې د یونیم ملیون ډالرو په ارزښت د وچې مېوې د پروسس فابریکه جوړه شوې ده.
مسوولین وايي چې په یاده فابریکه کې د ورځې پنځه ټنه وچه مېوه د نړیوالو بازارونو دغوښتنې پر اساس پروسس کيږي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې په نړیوال بازار کې د پروسس شوې مېوې غوښتنه ډېره کيږي او له همدې امله په کندهار کې اوس د وچې مېوې پروسه چټکه شوې ده.