د برېښنا پیسو د نه ورکوونکو جایداد به ضبط کيږي.
میزان 27, 1401 13:39 Asia/Kabul
د برېښنا شرکت مسوولینو ویلي چې له چارواکو څخه يې د برېښنا د بلونو د پيسو راټولولو پروسه پيل کړې.
دوی وايي، هغه خلک چې د برېښنا شرکت پوروړي دي له هغوی څخه يې تر دغه مهال ۶۰۰ ملیونه افغانۍ راټولې کړي دي او په وینا يې که هر چا د برېښنا شرکت د برېښنا پیسې ورنه کړې نو جایدادونه يې د دوی له لوري ضبط کيږي.