میزان 27, 1401 13:35 Asia/Kabul

کابل پوهنتون ته څېرمه ګڼ شمېر افغان مېرمنو د دغه پوهنتون له لیلیې څخه د ښځینه زده کړیالانو د ویستلو پر ضد لاریون وکړ.

دغه لاریون کوونکي وايي چې د کابل پوهنتون څخه ۵۰ تنه زده کړیالانې په زوره ویستل شوي دي. دوی وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت په سیستماتیک  ډول هڅه کوي چې په ټولنه کې د ښځو رول کم کړي. لاریون کوونکو د افغانستان سرپرست حکومت ته خبرداری ورکړی او ویلي يې دي چې  که د لاریون کولو پرمهال پردوی ځانمرګی برید وشي نو مسوولیت به يې د سرپرست حکومت پرغاړه وي.

تگ