د سولې او عدالت په نوم نوی خوځښت جوړ شوی دی.
میزان 25, 1401 13:27 Asia/Kabul
د افغانستان د پخواني حکومت د ګڼ شمېر چارواکو له لوري د سولې او عدالت په نامه یو نوی خوځښت جوړ شوی دی.
ددغه خوځښت غړو د یوې انلاین غونډې پرمهال د خپل موجودیت اعلان کوي او ویې ویل چې د اقتصاد پخوانی وزیر جلیل شمس ددغه خوځښت له پاره لنډمهال رییس ټاکل شوی دی.