میزان 25, 1401 13:21 Asia/Kabul

د افغانستان د سرپرست حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن د غوښتنې پر اساس د پنجشیر ولایت د بندیانو د قضیو څېړنو په موخه يوځانګړی کمیسیون جوړ شوی دی.

باختر خبري اژانس ويلي چې دغه کمیسیون د کابل د والي په مشرۍ جوړ شوی دی. که څه هم د دغه بندي کسانو په اړه څه نه دي ویل شوي خو یوازې ویل شوي چې دغه کسان په کابل کې بندیان دي. د افغانستان سرپرست حکومت په دغه وروستیو کې د ملي مقاومت د جبهې د ټکولو په موخه پنجشېر ولایت کې پراخ عملیات ترسره کړل.

 

تگ