میزان 14, 1401 15:43 Asia/Kabul

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت نن غرمه مهال کابل کې د دغه وزارت ودانۍ ته نږدې په یوه جومات کې دننه له چاودنې خبر ورکړ. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چاودنه د دې وزارت سره نږدې واټن کې د یوه جومات دننه شوې. په کابل کې د شفاخانې ایمرجنسي وايي، چې د کورنیو چارو وزارت په جومات کې د طالبانو د دغې چاودنې له امله ۲۰ تنه دغه روغتون ته انتقال شوي او دوه تنه یې په روغتون کې دننه کولو پر وخت ساه ورکړې ده. طالبانو د دې پېښې د مرګ ژوبلې

تگ