د ایران سفارت کې د افغان او ایراني سوداګرو ناسته
سرطان 13, 1405 16:39 Asia/Kabul
په کابل کې د ایران سفارت کې په یوه مېلمستیا کې چې د افغانستان او ایران له دوه سوه څخه زیاتو اقتصادي فعالانو، صنعتکارانو او پانګوالو پکې ګډون کړی و، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث وشو، او د دواړو خواوو د خصوصي سکتور شرکتونو ترمنځ درې تړونونه لاسلیک شول.