ننګرهار کې د افغانستان او ایران ناسته
سرطان 06, 1405 17:35 Asia/Kabul
د افغانستان د څلورو ختیځو ولایتونو د والیانو او د ایران د جنوبي خراسان او رضوي خراسان د والیانو ګډه غونډه به ډېر ژر په جلال آباد ښار کې جوړه شي. د دې غونډې موخه د ختیځو ولایتونو او ایران ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرۍ پراختیا ده.