د کډوالو موضوعاتو اړوند د کابل او اروپا تعامل
سرطان 02, 1405 16:24 Asia/Kabul
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت یو پنځه کسیز پلاوی د بلجیم پلازمینې بروکسل ته سفر کړی ترڅو په اروپا کې د افغان کډوالو د وضعیت د بیاکتنې په غونډه کې ګډون وکړي. دا سفر د سرپرست حکومت د پلاوي لومړنی رسمي سفر دی چې د افغان کډوالو د وضعیت ارزونه کوي