د ویتنام پر وړاندې د افغان لوبغاړو بریا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i49564-د_ویتنام_پر_وړاندې_د_افغان_لوبغاړو_بریا
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله دوهمه تمریناتي لوبه کې کوربه ویتنام ټیم ته ماتې ورکړه. دا لوبه چې په ویتنام کې ترسره شوه د افغانستان په ګټه د پنځه پر دوه بریا سره پای ته ورسیده.
(last modified 2026-01-20T09:31:04+00:00 )
جدی 30, 1404 14:00 Asia/Kabul
  • د ویتنام پر وړاندې د افغان لوبغاړو بریا

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله دوهمه تمریناتي لوبه کې کوربه ویتنام ټیم ته ماتې ورکړه. دا لوبه چې په ویتنام کې ترسره شوه د افغانستان په ګټه د پنځه پر دوه بریا سره پای ته ورسیده.

په دې لوبه کې حمید رضا حسیني د افغانستان لپاره لومړی ګول وواهه او رضا حسین پور دوهم ګول وواهه. سید مجتبی حسیني هم درې پرله پسې ګولونه ووهل چې د افغانستان لپاره یې دریم، څلورم او پنځم ګول ثبت کړ، چې په دې بریا کې یې پریکړه کونکی رول ولوباوه.ټاکل شوي ده چې نن شپه د مجید مرتضایی شاګردان د ویتنام کمپ پای ته رسیدو وروسته تایلینډ ته لاړ شي ترڅو دوه نورې دوستانه لوبې ترسره کړي. د اعلان شوي مهالویش سره سم د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به د سلواغې په دویمه او درېیمه د تایلینډ د فوټسال ملي لوبډلې په وړاندې دوه تمریناتي لوبې ترسره کړي.