کابل ته د سفر څرنګوالي په تړاو د خلیلزاد څرګندونې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i49114-کابل_ته_د_سفر_څرنګوالي_په_تړاو_د_خلیلزاد_څرګندونې
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي وویل چې افغانستان د واشنګټن د بهرني سیاست لپاره مهم دی.
(last modified 2026-01-03T09:36:18+00:00 )
جدی 13, 1404 14:05 Asia/Kabul
  • کابل ته د سفر څرنګوالي په تړاو د خلیلزاد څرګندونې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي وویل چې افغانستان د واشنګټن د بهرني سیاست لپاره مهم دی.

زلمی خلیلزاد په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې کابل ته یې سفر شخصي و، خو موخه یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه کول وو.هغه وویل چې د اقتصادي پرمختګ، نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو او د خپل نړیوال دریځ ښه کولو لپاره، افغانستان اړتیا لري چې له امریکا سره اړیکې وساتي او پیاوړې یې کړي.د افغانستان په اسمان کې ناپیژندل شویو بې پیلوټه الوتکو ته په اشارې سره خلیلزاد وویل چې امریکا د ځان دفاع او د احتمالي ګواښونو مخنیوي لپاره د افغانستان په فضا کې کشفي الوتنې کوي.د مرکې په یوه بله برخه کې خلیلزاد شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د زده کړې محدودیت د افغانستان لپاره زیانمنونکی وباله او زیاته یې کړه چې دې پالیسۍ په نړیواله کچه د اوسني افغان حکومت په انځورولو منفي اغیزه کړې ده.